د قطر دفتر کې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې پر ټولو مواردو هوکړه شوې ده خو اوس د امریکا او طالبانو تخنیکي ټیمونه د هوکړې د لاسلیک پر څرنګوالي او دغه راز د هوکړې د عملي کېدو پر څرنګوالي او تخنیکي اړخونو کار کوي. وسله والو طالبانو دغه پړاو مذاکرات مهم او له لاس ته راوړنو ډک بللي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، په دې پړاو مذاکراتو کې دواړه لوري مهمو موافقو ته رسېدلي دي او د هوکړې د لاسلیک احتمال نږدې دی. دده په وینا ډېر ژر به د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک شي او تر هغه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پيل شي. زلمي خلیلزاد هم د مذاکراتو دا پړاو عالي او له لاس ته راوړنو ډک بللی و.



































