له وسله والو طالبانو سره د بین الافغاني خبرو په رانږدې کېدو سره د افغان حکومت له لوري د ټاکل شوي پلاوي پرسر اختلافاتو تازه اندېښنې راپورته کړې دي. دغه پنځلس کسیز پلاوی چې حکومتي مسوولان وایي، د سیاسي احزابو او جریانونو په خوښه انتخاب شوی یوشمېر افغان سیاستوال یې په تړاو ملاحظات لري او وایي د پلاوي ډيری غړي حکومت ته نږدې کسان دي او پرځینو هغو یې امریکا نفوذ لري. طالبانو له وړاندې ویلي، چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي او په ټاکل شوي پلاوي کې د حکومت استازي د یوه جهت په توګه برخه اخلي. خو افغان حکومت وایي، له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره ټاکل شوی پلاوی جامع دی او شونې نه ده چې د ټولو لوریو غوښتنې په پام کې ونیول شي. صدیق صدیقي وایي، ټاکل شوی پلاوی دافغان دولت استازیتوب کولای شي.



































