د کورنیو چارو وزارت وايي نن سهار شاوخوا ۹بجې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د شپږمې امنیتي حوزې له دروازې سره چاودنه ورکړې ده. د سرچینې په خبره د شپږمې امنیتي حوزې د آمریت پر نظام قراول چاودنه شوې ده خو په اړه یې لا ډېر معلومات نشته دي. عیني شاهدان بیا په سیمه کې د خال خال ډزو د اورېدل کېدو خبره هم کوي. بل پلو ملي امنیت ریاست وایي چې د کابل ښار په درېیو سیمو کې یې چاڼیز عملیات ترسره کړي دي. دوی نه دي ویلي چې دغه عملیات یې چېرته ترسره کړي خو د کابل د بګرامیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې لا هم د افغان ځواکونو او داعش وسله والو تر منځ جګړه روانه ده. ویل کېږي ملي امنیت پر هغه کور چاپه وهلې چې دداعش وسله وال او ځانمرګي پکې اوسېدل. د پېښو په اړه نور جزیات وروسته وړاندې کېږي.



































