په کابل کې شوي موټر بم برید اتلس کسان وژلي او تر سلو ډېر نور ټپیان دي. امنیتي سرچینو تایید کړې چې تر اوسه له یادې پېښې د اتلس کسانو جسدونه او تر سلو ډېر ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د چارواکو په خبره دا برید نن شاوخوا نهه بجې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې ته څېرمه د یوې لارۍ موټر په واسطه شوی دی. طالبانو یې پړه منلې او ویلي یې دي چې ګڼو امنیتي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. په ورته وخت کې په هرات ولایت کې هم ماین چاودنې اووه کسان ټپیان کړي دي. د هرات امنیتي سرچینو ویلي چې دا چاودنه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې خو دا چې هدف یې څه و په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.



































