د بین الافغاني مذاکراتو په را نږدې کېدو سره باید د تاوتریخوالي پر کمولو پام وشي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي طالبانو د سولې له خبرو سره هممهاله په افغانستان کې پر ملکي وګړو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دده په خبره پر ملکي کسانو بریدونه او ددوی تهدید په هېڅ وجه د منلو وړ نه دي او طالبانو ته په کار ده، چې د بین الافغاني مذاکراتو په را نږدې کېدو سره د تاوتریخوالي کچه را ټيټه کړي. زلمي خلیلزاد په کابل کې د طالبانو پروني خونړي برید ته په اشارې ویلي، چې دغه ډول بریدونه له ټولو نړیوالو بشري او مدني قوانینو سره په ټکر کې عمل دی او طالبانو ته په کار ده چې له ورته کړنو لاس په سر شي. طالبانو پرون په کابل کې پر شپږمه امنیتي حوزه خونړی ځانمرګی برید وکړ. په پېښه کې ۱۴ کسه ووژل شول او ۱۴۴ نور ټپیان شول.



































