د افغانستان امریکايي پوهنتون له لوري په خپره شوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې ددوی دوه تښتول شوي پروفیسوران دې ازاد کړي، ځکه دوی بې ګناه دي او په اکاډمیکو فعالیتونو بوخت وو. طالبانو په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه پروفیسوران له ځان سره بېولي دي او تر ننه ورسره برمته دي. ویل کېږي چې د امریکا او طالبانو خبرو کې پر دې موضوع هم بحث شوی دی. امریکايي پوهنتون تازه بیا هم ددغه پروفیسورانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.



































