د طالبانو مشر ملا هبت الله د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دوی د خپل هدف لپاره مبارزه کوي او ددې کار لپاره مذاکراتو او جګړې دواړه ته ادامه ورکوي. دده په خبره دوی غواړي چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي او په هېواد کې اسلامي نظام ټینګ شي. نوموړي د استقلال د سلمې کلیزې مبارکي هم افغانانو ته ویلي او پر وسله والو طالبانو یې غږ کړی چې د اختر په ورځو کې د عامو وګړو خوندیتوب ته پام وکړي. طالب مشر یو ځل بیا ویلي چې دوی د ټولګټو پروژو ساتونکي دي، له بې طرفه مرستندویه بنسټونو سره کار نه لري او د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام کوي. ملا هبت الله اخندزاده له امریکا غوښتي چې د سولې په خبرو کې رښتینې شي او د طالبانو په څېر په دې برخه کې جدیت غوره کړي.



































