ناټو وايي په افغانستان کې یې د حضور هدف دا دی، څو دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرۍ پر مرکز بدل نه شي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي ناټو او امریکا په افغانستان کې سولې ته نږدې شوې ده او غواړي ځان ډاډمن کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز نه بدلېږي. د سټولټنبرګ په خبره ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کړې ده او هلته به خپلې لاس ته راوړنې ساتي. نوموړي تر دې وړاندې هم په واشنګټن کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي وو، چې افغانان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي دي. دده په خبره د امریکا او طالبانو ترمنځ ګتورې خبرې روانې دي او ډېر ژر به د سولې یوه باوري او ډاډمنه هوکړه رامنځ ته شي.



































