د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د یو ویډیویي پیغام له لارې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندازده د اختریز پیغام غبرګون کې چې خپلو جنګیالیو ته یې د اختر په ورځو کې د خلکو د دفاع او ساتنې امر کړی دی ویلي، افغانان د طالبانو پیغام اورېدلو ته هیڅ اړتیا نه لري ځکه چې په وینا یې د طالبانو پیغام د ویرې او جنګ پیغام دی او دا ډله لا هم هڅه کوي د ملکي خلکو په وژلو سره امتیازات تر لاسه کړي. صدیقي ویلي، طالبان د دې پر ځای چې د خپلو هېوادوالو له وژلو لاس واخلي او روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي لا هم پر جګړو ټینګار کوي. هغه زیاته کړې، دوی هیله من دي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي خو دا ډله لا هم غواړي جګړه دوام ومومي. د نوموړي په وینا د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین طالبان دي او افغانان به هیڅکله د دې ډلې فریب ونه خوري.



































