په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان ویلي چې د کشیمر مسئله له افغان سولې سره هیڅ تړاو نه لري او په دې اړه د ځینو پاکستاني سیاستوالو څرګندونې د حکومت نه، بلکې د هغو خلکو شخصي نظر دی. هغه زیاته کړې، د کشمير شخړه ډېره پخوانۍ ده، د ملګرو ملتونو ګڼ شمېر قردادونه په دې اړه شته چې کشميریانو ته بايد خپل حقوق ورکړل شي. نصرالله خان وایي، په داسې حال کې چې پاکستان او نړيوالې ټولنې د افغان شخړې د هواري هلې ځلې پيل کړې، هندوستان د سيمې د بې ثباته کولو په هڅه کې دی. نصرالله خان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېسيون مشر شهباز شريف ويلي وو، دوی د افغان سولې مسئله له کشمیر سره تړلې وه چې پکې بریالي هم وو او په خبره یې عمران خان له ټرمپ سره د افغان سولې بدل کې پر کشمير معامله کړې ده.



































