د روان میلادي کال په لومړیو ۷ میاشتو کې شااوخوا ۲۰۰ افغان پانګه والو د نا امنیو له کبله خپلې پانګې نورو هېوادونو ته ایستلي دي. پانګه وال وايي، چې وروستيو نا امنیو سخت اندېښمن کړي دي. د سوداګرۍ خونه وايي، پخوا تردې شااوخوا ۲۰۰ نورو افغان سوداګرو له خپلو پانګو سره هېواد پرېښی وو،د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، چې وروستيو بریدونو د پانګه والو اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي. نوموړي ویلي، که ددغه ډول بریدونو مخه ونه نیول شي، هره ورځ به پانګه وال خپلې پانګې له افغانستان وباسي. الکوزي ویلي، له طالبانو سره د سولې روان مذاکرات، ولسمشریزې ټاکنې او نامعلوم سیاسي وضعیت پر پانګونې منفي اغيزه کړې.