د رڼو ټاکنو بنسټ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه د کړې نظر پوښتنې پایلې د یوې غونډې له لارې له خلکو سره شریکې کړې دي. دغه نظر پوښتنه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۲۰۰ کسانو سره د مخامخ مرکو، انلاین او په ګروپي شکل ترسره شوې ده. ۵۷ سلنه خلکو په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نه ګډون خبره کړې ده. د ټیفا مسئولین وايي د سولې پروسې ټاکنیز بهیر تر سیوري لاندې راوستی دی او نړیواله ټولنه د شفافو ټاکنو ترسره کولو ته اراده نه لري. یاد بنسټ وايي د طالبانو له لوري د ټاکنیزې پروسې تهدیدول، په انتخاباتي بهیر باندې منفي اغېزې لري. ټیفا وايي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې د موجودو ننګونو، نړیوالې ټولنې نه همکاریو ته په پام د ټاکنو ترسره کول ممکن نه دي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسئولین وايي، چې دوی د میزان په شپږمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته چمتو دي.



































