ازبکستان ته د طالبانو تللي پلاوي د هغه هېواد د یوه وړاندېز هرکلی کړی ،چې د سولې په تړاو به د افغانانو خپل منځي غونډې کوربه توب د ازبکستان په سمرقند ښار کې کوي. د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په ګډون له یو شمېر نورو چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي. بلخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي تمه لري چې له امریکا سره به یې روانې خبرې څو ورځو کې پایته ورسېږي او په راتلونکو دوو اونیو کې به د افغانانو بله خپل منځي ناسته تر سره شي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې له طالب پلاوي سره د بهرنیو چارو د وزیر عبدالعزیز کاملوف په کتنه کې ملا برادر د ازبکستان د هغه وړاندیز هر کلی وکړ چې د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو لپاره یې کړی.



































