د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د نورو نړیوالو مسایلو ترڅنګ د افغان سولې پر روان بهیر ټلیفوني خبرې کړي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د قطر شیخ ټرمپ ته ټلیفون کړی او د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو ترڅنګ یې پر وروستیو سیمه ییزو او نړیوالو تحولاتو او په دغه هېواد کې د افغان سولې د روان بهیر په اړه هم غږېدلي دي. قطر له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راپدېخوا د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو د مذاکراتو کوربه دی. دغه هېواد د دې ترڅنګ چې د یادو مذاکراتو کوربتوب هم کوي، تېره میاشت د دوو ورځو لپاره د افغان سولې په اړه د بین الافغاني خبرو کوربه هم و.



































