په کاپيسا ولايت کې دواده پر مراسمو د وسله والو کسانو په ډزو کې څلور کسان وژل شوي دي. د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالشايق شورش وويل، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د ولايت دمرکز محمود راقي اړونده د هروکي په کلي کې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه، چې د واده د مراسمو پر مهال د دوو پخوانيو قوماندانانو د وسله والو کسانو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته ډزې شوې دي. شورش وايي، چې په دې ډزو کې څلور تنه وژل شوي، خو د ټپيانو په اړه يې ومعلومات نه درلودل. د نوموړي په وينا، پوليس سيمې ته رسيدلي او د مجرمينو د نيولو هڅې يې پيل کړې دي. ده وويل، چې دغو قوماندانانو پخوانۍ دښمنۍ لرلې.



































