د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ناروې د بهرنيو چارو وزير سره پر افغان سولې خبرې کړې دي. ټاکل شوې ده، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ تر موافقې وروسته د ناروې په پلازمينه اسلو کې بين الافغاني مذاکرات پيل شي. د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر خپل ټويټر ليکلي، چې د ناروې هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره یې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي. هغه ټینګار کړی، چې د ناروې هېواد د سولې خبرو په اړه د ډاډ وړ هېواد دی او کولی شي، چې سولې ته د رسیدو په اړه له افغانستان سره مرسته وکړي. ويل کېږي، چې خلیلزاد به تر ناروې وروسته جرمني بيا واشنګټن ته او له هغه ځايه به بېرته قطر ته ځي، څو له طالبانو سره شوې موافقه اعلان کړي.



































