د کوزې پښتونخوا وتلى سياستوال افراسياب خټک د پاکستان د حکومتي چارواکو د هغو څرگندونو په اړه چې وایي، له هند سره د کشمیر په مسله جنگ نه کوي، وایي چې پاکستان په خپلو مسلو کې بوخت دی او د کشمیر مسلې ته پام نشي کولی. نوموړی وايي، چې په پاکستان کې ځیني کم نظره سیاستمداران د افغانستان په سوله کې مرسته پر امريکا احسان ګڼي. خټک وايي، دوى پر دې خبره ځان نه پوهوي چې په سیمه کې جنګ به په اخره کې خپله پاکستان زيانمنوي. د نوموړي په وينا، امريکا نن په سيمه کې شته، سبا به نه وي، خو افغانستان به تل د پاکستان په ګاونډ کې وي. کشمیر، د هند او پاکستان ترمنځ ویشل شوی دی، خو دواړه هیوادونه یې د ملکیت ادعا کوي. دغو دواړو هیوادونو تر اوسه دوه ځلې د دې سیمې پر سر جگړې کړې دي.



































