په داسې حال کې چې د نورو مواردو ترڅنګ وروستیو نا امنیو او د طالبانو خبرداري د ټاکنو پر کمپاینونو خپل منفي اغیز ښيندلی، د ټاکنو د څار بنسټ وايي چې د ټاکنو په کمېسیون کې ناقانونه ګمارنې د خلکو اعتماد ته زیان رسوي. د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ یا فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید وايي، چې نا امني او د طالبانو ګواښونه د ټاکنو د کمپاینونو د کمزورتیا سبب ګرځیدلي دي. نوموړي همدا راز وویل، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو هم پر دغې پروسې اغېز کړی دی. بل لور ته راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځینو نوماندانو پر ولسمشر غني او د نوموړي پر ټیم تور پورې کړی چې د کمپاین په لړ کې له حکومتي امکاناتو ګټه اخلي.




































