د بغلان ولایت قومي مشران اوځایي اوسېدونکي وایي، په روانه جګړه کې یوازې عام افغانان قرباني ورکوي او اړتیاده چې دواړه لوري دغې جګړې ته د پای ټکی کیږدي. د بغلان قومي مشرانو له طالبانو او افغان حکومت غوښتنه وکړه چې د راتلونکي لوی اختر په مناسبت دې اوربند اعلان کړي. د دې ولایت اوسېدونکي وايي، اوس مهال چې د جګړې دواړه لوري د سولې توافق ته نږدې شوي، نو باید له دې وروسته جګړه هم ودروي او خپلې غوښتنې د مذاکراتو له لارې مطرح کړي. قومي مشرانو له طالبانو غوښتنه وکړه چې خپلې غوښتنې دې د بهرنیانو پرځای له افغانانو سره شریکې او په ګډه دې ورته د حل لاره پیدا کړي.هغوی وایي، اختر د مسلمانانو د خوښۍ ورځې دي او په دې ورځو کې د جګړې دوام د ټولو اسلامي احکامو خلاف عمل دی.





























