پخواني امریکایي نظامي جنرال ډیویډ پټریوس په یوه تازه خپره کړې مقاله کې له افغانستان د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو پر ایستلو اندېښنه څرګنده کړې ده. دده په خبره که امریکا خپل ځواکونه له افغانستان وباسي نو د عراق تېروتنه به تکرار کړي او دغه هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل کړي. نوموړي ویلي امریکايي چارواکي دې په افغانستان کې تېر تاریخ بیا نه تکراروي او په دغه هېواد کې دې د سولې او ثبات راتګ یقیني کړي. ډیويډ پټریوس د امریکا پر مهمو نظامي مقامونو کار کړی دی او په افغانستان کې یې هم نظامي ماموریت مخ ته وړی. هغه په اوس وخت کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو له ایستلو سره مخالف کړی.





























