بهرنیو چارو وزارت، د ملا برادر په مشرۍ له طالب پلاوي څخه د ازبکستان د حکومت هرکلي ته غبرګون کې ویلي ،چې د سولې برخه کې ددغه هېواد پر نیت شک لري. د یاد وزارت ویاند صبغت احمدي ویلي، له طالب استازو د ازبکستان د رسمي هرکلي بڼه او د خبرو څرنګوالی، د ازبکستان لخوا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته د زمینې برابرولو نښه نه ده. هغه زیاته کړې، افغان حکومت تل د سولې له بهیر سره د نړیوالو، سیمه ییزو او په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو له همکاریو هر کلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې ټول هېوادونه باید د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ته درنښت ولري. دا په داسې حال کې دی چې ازبکستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو کوربتوب ته چمتو دي او ملا برادر یې هرکلی کړی دی خو افغان حکومت وایي تر اوسه یې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.



































