د نيوز ويک د خبر له مخې د امریکا ددفاع وزارت يا پنتاګون په افغانستان کې خپلو ميشتو امریکايي سرتيرو ته امر کړی ،چې د طالبانو پر وړاندې خپل ټول پوځي عملیات محدود او یا بيخي ودروي. دا امر پداسې مهال کې کېږي چې امریکایانو او طالبانو په قطر کي د اتم پړاو خبرې تازه پای ته ورسولې.
که څه هم د د دواړو لورو تر مینځ نهايي موافقه لا نده اعلام شوې ، خو د پنتاګون عالي رتبه نظامي چارواکي وايي چې د داعش پر ضد به نظامي عملیات جاري وساتي او د طالبانو پر خلاف به ټول تهاجمي عملیات محدود او يوازې به د ځان د دفاع لپاره وي.
ګرداب د نيوزويک له قوله زياتوي ،چې امریکايي مربیان به د افغان پوځ روزنه، مشاوره، او کومک هم ختم کړي، مګر دا چې د امریکا د یوه عالي رتبه قومندان له طرفه تصویب شي.