د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د لوی اختر په مناسبت د بندیانو د خوشې کیدلو اعلان یوازې تبلغات بللي او ویلي دي، په تیرو ورځو کې هیڅ یو افغان امنیتي منسوب د طالبانو له خوا نه دی خوشی شوی. طالبانو د زمري په ۱۹ مه په یوه اعلامیه کې د لوی اختر په مناسبت د خپل مشر په امر د خوست، ارزګان او سرپل په ولایتونو کې ۷۶ جنګي بندیانو د خوشي کیدو خبر ورکړی وو. طالبانو ویلي وو، چې د لوی اختر په مناسبت دغه بندیان خوشي شوي او په راروانو ورځو کې به نور بندیان هم په نورو ولایتونو کې د دغې ډلې له توقیف ځایونو څخه خوشې شي. خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې وروستیو ورځو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅ کوم منسوب طالبانو له خوا نه دی خوشې شوی.





























