د پکتيا ولايتي شورا نيوکه کوي چې د دغه ولايت په بېلابېلو دولتي ادارو کې لا هم اداري فساد شته او مخه يې نه ده نيول شوې. دوی پر ولايتي اداره نيوکه کوي چې د اداري فساد د مخنيوي او له منځه وړلو په برخه کې يې کړې ژمنې نه دي ترسره کړې او په دې برخه کې هېڅ محسوس بدلون نه دی راغلی. د ولايتي شورا غړي، وايي چې په دولتي ادارو کې پر کاري ظرفيت نه شتون او ناغېړۍ سربېره اداري فساد هم ډېر زيات دی. دوی په دې ادارو کې پر وخت د چارو نه ترسره کېدل هم لويه ستونزه بولي او وايي چې دا چاره د ښې حکومتولۍ او حکومت ته د خلکو د نږدې کېدو په لاره کې خنډ ده.