په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر د نیوز ویک هغه راپور بې بنسټه بللی، چې ګواکي د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې خپلو سرتېرو ته پر طالبانو د بریدونو د محدودیت یا بخي درېدو امر کړی دی. مېلر ویلي، تر اوسه پورې د دوی په عملیاتو کې کوم بدلون نه دی راغلي او نه ورته په دې اړه کوم نوی امر شوی دی. له دې وړاندې رسنیو د نیوز ویک له قوله ویلي و، چې د امریکا د دفاع وزارت يا پنتاګون په افغانستان کې خپلو ميشتو امریکايي سرتيرو ته امر کړی، چې د طالبانو پر وړاندې خپل ټول پوځي عملیات محدود او یا بيخي ودروي. مېلر ویلي، چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته به په افغانستان کې د مېشتو ۱۴ زره سرتېرو شمېر شپږ زره ته را ښکته کړي.





























