ولسمشر اشرف غني وايي چې د هېواد دامنیتي او دفاعي ځواکونو پر راتلونکي به هیڅ راز معامله نه کېږي، دغه راز هغه تړون چې په کې د افغانستان هویت او ملي اقتدار مصئون نه وي، د منلو وړ نه دی. له ارګه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره وکتل او له هغوی سره یې د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وکړه. ولسمشر ویلي، سوله شرطونه لري، خو د سولې د مذاکراتو لپاره قید او شرط نه لري او امنیتي او دفاعي قواوې د معاملې وړ نه دي. نوموړي د سولې د وروستیو انکشافاتو په اړه هم مفصل معلومات ورکړي او ویلي یې دي، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیر او روزنې لپاره به واضح بین المللي تعهد وجود ولري، د افغانستان او نړۍ د شریکو ګټو پر بنست به مخته ځي.





























