د افغاني سرې میاشتې ټولنه په پام کې لري، چې ۷۰ تنه ناروغ افغان ماشومان، چې د بدن د پوستکي د سوزېدو او د هډوکو د ماتېدو ناروغیو څخه کړیږي د درملنې لپاره جرمني ته واستوي. د افغاني سرې میاشتې سکرتر جنرالې نیلاب مبارز ویلي، چې د سولې د کلي په نوم د ډاکټرانو یوې بهرنۍ ټولنې د ناروغو ماشومانو د معاینې وروسته پرېکړه کړې، چې دا شمېر ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستوي. د جرمني د سولې د کلي ډاکټرانو ټولنه د تېرو ۳۰ کالو راهیسې هر کال د ۶۰ او ۷۰ ترمنځ په دغو ناروغیو اخته ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته استوي. اکثره دا ماشومان د ډیرو بېوزله کورنیو غړي دي. تېرکال د دغه پروګرام له لارې ۹۹ افغان ماشومان جرمني ته د درملنې لپاره استول شوي وو.ټاکل شوې دا ماشومان نن جرمني ته واستول شي.





























