د کونړ ځایي چارواکي وایي، د دې ولایت په نا امنه ولسوالیو کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ خپلمنځي جګړې پیل شوي چې له امله یې عام خلک سخت زیانمن شوي دي. د کونړ ولایت د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو له مخې د داعش او طالبانو ترمنځ د خپلمنځي جګړو له امله څه باندې درې نیم زره کورنۍ بې ځایه شوې دي. چارواکي وایي، له بې ځایه شویو کورنیو سره بیړنۍ مرستې شوې، خو هغوی لاهم پاملرنې ته اړتیا لري. د کونړ امنیتي چارواکي د طالبانو او داعش ترمنځ د نښتو خبره تاییدوي، خو وایي اوسمهال دغه ډله ځپل شوې ده. د دې ولایت امنیه قوماندان شفیق الله سهار وایي، هغه سیمې چې داعش پکې فعال حضور درلود اوسمهال د افغان ځواکونو په ولکه کې دي او ډاډ ورکوي چې له دې وروسته دغه ډله د بریدونو توان نه لري.





























