د ملي شورا یو شمېر غړي وایي، چې د ولایتونو د امنیه قوماندانانو په توګه د ځوانو افسرانو ګمارنه د امنیتي وضعیت د لاترینګلتیا لامل شوی دی، چې په خبره یې دوی د امنیتي وضعیت د مهارولو او امنیت تامینولو کې پاتې راغلي دي. د امنیت ټینګښت او د قانون حاکمیت د ملي پولیسو محوري دندې دي، د پوځي چارو شنونکي وایي د امنیتي ادارو مشرتابه لپاره باید باتجربه کسان په دندو وګمارل شي، چې امنیتي وضعیت مدیریت کړي. په داسې حال کې چې د وروستي امنیتي وضعیت ترینګلتیا او د امنیتي ارګانونو په رهبرۍ او مدیریت د خلکو نیوکې ډېرې شوي خو حکومت نه مني چې ګنې نوي امنیه قوماندانان دې بې تجربې کسان وي. د ولسمشر او کورنیو چارو وزارت ویاندویان وایي نوي ګومارل شوي امنیه قوماندانان د لوړ کاري ظرفیت لرونکي دي، او د ځانګړو قطعاتو له لیکو غوره شوي دي.





























