د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې د اختر له رخصتۍ وروسته دوی له امریکا سره د وروستي تړون په اړه خپلمنځي خبرې اترې پیل کړې دي. د سرچینې په وینا طالبان به په دوو ورځو کې خپله وروستۍ پرېکړه وکړي او په پای کې د امریکا او د دوی یوې بلې ناستې ته اړتیا شته څو په ګډ وروستي تړون کې نوي وړاندیزونه ور زیات شي. سرچینه وايي، د وروستۍ هوکړې په اړه په قطر کې د طالب استازو د دفتر اوهمدا راز د دوی د مشرتابه تر منځ په لوړه کچه سلا مشورې روانې دي. سرچینې د ولسمشر غني د اختریز پیغام په غبرګون کې ویلي، طالبان باور لري هر څوک چې پر ولسمشریزو ټاکنو ټینګار کوي، د سولې د روانو هڅو ښکاره مخالف دي. ولسمشر غني د لوی اختر له لمانځه وروسته وویل چې حکومت په داسې دریځ کې نه دی چې هېواد کې د سولې په اړه پریکړه وکړي.





























