د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، چې امریکا نوموړی د مسکو په ناسته کې په قطر کې د لاسلیک کېدونکې توافقنامې مراسمو ته دعوت کړی دی. کابلوف د روسیې خبري رسنیو ته په یوه مرکه کې ویلي، چې ترڅو د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې یوې نهايي پایلې ته نه وي رسیدلې، مذاکرات او بحثونه به جاري وي. کابلوف هیله مندي ښيي، چې امریکا به د دغو خبرو اترو وروستي جزئیات او پایلې له روسیې سره شریکې کړي. امریکا، چین او روسیه د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې همغږۍ د رامنځته کولو په هدف درې اړخیزې ناستې لري. ضمیر کابلوف وايي، چې امریکا له افغانستان نه خپل وتل له افغان حکومت سره د طالبانو په خبرو اترو او اوربند پورې مشروط کړي دي.





























