خلیلزاد له امریکايي چارواکو سره د سلا مشورو لپاره واشنګټن ته تللی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې د طالبانو او امریکا ترمنځ په اتم پړاو مذاکراتو کې مهم پرمختګونه شوي دي خو خلیلزاد له امریکايي چارواکو سره د سلا مشورو لپاره دمګړی په واشنګټن کې دی. تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د روانې اونۍ په پای کې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک شي خو دا کار و نه شو. طالبانو هم ویلي وو، چې د روانې اونۍ په پای کې به له امریکایي لوري سره هوکړه لاسلیکوي. بل پلو لاس انجلس ټایمز امریکايي نشریه وایي، د طالبانو او امریکا ترمنځ په اتم پړاو مذاکراتو کې پر مهمو مسایلو بحث شوی دی، خو خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي. سرچینه کاږي چې ښايي د میاشتو د مذاکراتو پایله په راتلونکي پړاو کې روښانه شي.





























