د کاپیسا ولایت اوسېدونکي او قومي مشران په دغه ولایت کې د ملکي تلفاتو د ډېرېدو په اړه اندېښمن دي. ددغه ولایت د ځينو ولسوالیو قومي مشران او مخور وایي چې په دې وروستیو کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده. د تګاب ولسوالۍ قومي مشر ملک امرالله وایي په دې وروستیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې ډېرې شوې دي چې ورسره جوخت د ملکي وګړو تلفات هم ډېر شوي دي. نوموړي پر دواړو لورو غږ وکړ چې د ملکي وګړو ژوندانه ته جدي پاملرنه وکړي. د ولایتي شورا غړو هم ویلي چې په دې ولایت کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده او باید حکومت یې په اړه جدي اقدامات وکړي.





























