د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې په اوسني وخت کې پښتانه له سختو شرایطو او حالاتو سره مخ دي. دده په خبره پر پښتنو ناخوالې او ظلمونه روان دي او پر خپله خاوره د ژوند اجازه نه ورکول کېږي. هغه پر پښتنو غږ کړی چې سره جرګه شي او له دې حالاتو د وتلو لپاره لاسونه سره ورکړي. نوموړي زیاته کړې چې د غونډو او پرلتونو نوې لړۍ به پيلوي او په دې برخه کې به د پښتون ژغورنې غورځنګ ملتیا کوي. اڅکزي وویل د پاکستان حکومت په بېلو نومونو د پښتنو ځورونې ته ادامه ورکوي او پر دوی یې د ژوند کړۍ تنګه کړې ده.





























