د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار ډاکټر سپنتا په خپله یوه وروستۍ مقاله کې په افغانستان کې د امریکا استخباراتي حضور خطرناک بللی دی. دده په خبره امریکایان د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته دلته ستر استخباراتي مرکز جوړوي او تر څنګ به یې یوه ډله ځانګړي ځواکونه هم دلته حضور ولري. دده په وینا دا مسئله به افغانستان د سیمه ییزو رقابتونو په دام کې ګیر کړي او دلته به یوه خونړۍ او ناپایه جګړه پیل شي. سپنتا ویلي امریکایان که وځي نو دا ضرور ده چې خپل هر څه له دې ځایه وباسي او په افغانستان کې خپل حضور په بشپړه توګه ختم کړي. دده په وینا د امریکا استخباراتي مرکز به په افغانستان کې د افغانانو لپاره نه بلکې د طالبانو او پاکستان لپاره فعالیت کوي او په سیمه کې به د امریکا استخباراتي لوبې پر مخ وړي. نوموړي دغه راز ویلي چې امریکا کلونه په افغانستان کې غیر قانوني جګړه مخ ته وړې ده او اوس له طالبانو سره د پټو او ښکاره معاملو پر مټ غواړي دغه جګړه اوږده او لا خونړۍ کړي. د مخکیني حکومت دغه مهم چارواکي پر افغان حکومت او سیاسیونو غږ کړی چې وېره او وهم دې لرې کړي او د امریکا د وحشیانه اقداماتو پر وړاندې دې ودريږي. سپنتا په داسې حال کې اوس د امريکا ضد څرګندونې کوي، چې د خپل واک پر مهال يې امريکا متحده ايالات د افغانستان يوازينی رښتينی ستراتيژيک ملګری باله او د ستراتيژيک او امنيتي تړون د لاسليک لپاره يې پر پخواني ولسمشر حامد کرزي فشارونه راوړل، څو تړونونه له قيد ا و شرط پرته ژر لاسليک کړي.





























