ملګرو ملتونو د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ۱۱ ملکي وګړو پر وژل کېدو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي چې دوی، په زرمت کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو خواشیني دي او یو ځل بیا پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي. یوناما ویلي، دوی په وار وار د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي پر مخنیوي ټینګار کړی دی او بیا هم وایي چې ښکېلي غاړې دې د جګړې پر ځای د سولې لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. په ورته وخت کې ملي امنیت شورا وایي چې ولسمشر غني په یاده سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې د څیړنې امر کړی دی.





























