د جرمني خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو او ډپلوماټانو د شمېر پر کمولو غور کوي. راپور کې راغلي، د ټرمپ اداره پر دې غور کوي چې پلانونو ته له پاملرنې پرته په افغانستان کې د خپلو پوځیانو او ډپلوماټانو شمېر کم کړي. راپور کې د شنونکو له قوله ویل شوي چې د ټرمپ دا پرېکړه به هغه پرمختګونه چې د بشري حقونو د ودې او پراختیا په برخه کې شوي دي له ګواښ سره مخامخ کړي. د شنونکو په باور دا مسئله ښایي په افغانستان کې د امریکا او د مرستو پر چارو هم اغېز وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د اختر په مناسبت پر خپل ټویټر له جزیاتو پرته لیکلي وو چې دا به په تاوتریخوالي کې د افغانانو وروستی اختر وي.





























