د افغانستان، سوریې او یمن په ګډون په جګړه کې ښکېلو هېوادونو کې د بشري مرستو کارکوونکي له خطر سره مخامخ دي. کيير سازمان په دې تړاو د تر ټولو خطرناکو هېوادونو لېست خپور کړی دی. د دې مرستندویه سازمان وروستی راپور ښيي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اوسه پورې دې سازمان په نړیواله کچه خپل ۵۷ کارکوونکي له لاسه ورکړي دي. د ۲۰۱۹ م کال په لومړۍ نیمایي کې سوریه د درېیم ځل لپاره په پرلپسې ډول په نړۍ کې د مرستندویانو لپاره د تر ټولو خطرناک هېواد په توګه درېیم هېواد ښودل شوی دی. د روان کال په لومړۍ نیمایي کې په دې هیواد کې د بشري مرستو ۱۸ تنه کارکوونکي وژل شوي دي. په همدې ترتیب تر سوریي وروسته په افغانستان کې اووه تنه مرستندویان، وژل شوي دي. راپور کې همدارنګه په افغانستان کې د مرستندویه سازمانونو کارکوونکو ته متوجه ګواښونو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده.





























