د سرحدونو اوقبایلو پخوانی وزیر سلیمان لایق وايي، چې د افغانستان خپلواکۍ ته احترام لري خو تر څو چې د ډیورنډ کرښه له افغانستان سره بېرته یوځای نشي، له جغرافیوي پلوه افغانستان خپلواک نشي کیدای. نوموړي دا څرګندونې د خپلواکۍ په سلو کلونو کې څه تېر شوي جوړې شوې غونډې ته وکړې. په دې غونډه کې ولسمشرۍ ته نوماند فرامرز تمنا بیا د تېرو سلو کلونو دیپلوماتیکو فعالیتونو ته په اشارې وايي، چې د امان الله خان له دورې وروسته بهرنی سیاست نه دی لوبېدلی او یوازې بهرنۍ اړیکې پالل شوې دي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی بیا وروستیو شلو کلونو کې په اقتصادي برخه کې د پرمختګ هرکلی کوي او وايي، چې په ۸۰ کلونو کې اقتصاد دومره پرمختګ نه دی کړی.





























