د میدان وردګو ولایت د سيدآباد ولسوالۍ د سنداور په کلي کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سیمې اوسېدونکي وايي چې تېره شپه د هوايي برید له امله پنځه کسه چې مېرمنې هم پکي شاملې دي وژل شوي دي. د دې پېښې په اړه د میدان وردګو ولایت امنیتي چارواکي ناخبري ښيي. په دې وروستیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري په شپنیو عملیاتو کې تر ډېره ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په وروستۍ پېښه کې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د تېرې یکشنبې په شپه ۱۱ تنه ملکي وګړي ووژل شول.





























