د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله يو ماشوم وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي. د فارياب د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش وويل چې نن سهار لس بجې د طالبانو لخوا د امنيتي ځواکونو د بدنامولو په موخه د خلکو د استوګنې پر سيمو د هاوان مرمۍ توغول شوې دي. د نوموړي په خبره، ددغو مرميو د توغولو په پايله کې يو ماشوم وژل شوى او پنځه نور ټپيان شوي دي. دسیمې اوسېدونکي وايي، چې د چقماق پر سيمو په داسې حال د دولتي ځواکونو له لوري د هاوان مرمۍ فير شوي چې ماشومان پر لوبو بوخت وو چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى او شپږ نور ټپيان دي. دوی وايي، چې څلور ټپي ماشومان روغتون ته لېږل شوي. د وسله والو طالبانو يوه مسوول ادعا کړې چې د هاوان دغه مرمۍ د حکومتي ځواکونو له خوا توغول شوې دي.





























