په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې په افغانستان کې لاهم د دغه بنسټ ځينې فعالیتونه درول شوي دي. په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوولین وايي، دوی تمه لري څو یې فعالیتونه ژر تر ژره له سره پيل شي. په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مرستیال ګیسټوف ګرونډ وايي چې د جګړو له ډګره د ټپيانو لېږد او همدارنګه له بندخونې سره د بندیانو د کورنیو د اړیکو ټینګولو لپاره د زمینې برابرول په افغانستان کې درول شوي فعالیتونه دي. د سره صلیب کمېټې مرسیتال وايي چې د سولې د هڅو سربېره، تر اوسه هم ولسي وګړي د جګړې بیه پرې کوي.





























