د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي عمران خان او ټرمپ ژمنه کړې چې په ګډه به د افغانستان د سولې پروسه مخ ته وړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وایي پاکستان د افغانستان د سولې پروسې ته ژمن دی او په دې برخه کې به همکاري کوي. دده په وینا ټرمپ او عمران خان ویلي چې د سولې د خبرو په جریان کې به له یو بل سره په اړیکه کې وي او هیله یې څرګنده کړې چې د سولې د راتګ په پروسه کې د پام وړ پرمختګونه وشي. د ټرمپ او عمران خان د وروستۍ مکالمې په اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.





























