رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله لیکي یو شمېر هېوادونه غواړي د ایران او امریکا ترمنځ ستونزه حل کړي نو له همدې امله یې د پیغامونو د تبادله کولو لپاره په افغانستان کې پټ چینلونه جوړ کړي دي. سرچینه کاږي دغه هېوادونه هڅه کوي د امریکا او ایران ترمنځ خرابېدونکی وضعیت سم لوري ته بوځي او ددواړو هېوادونو ترمنځ پر مشترکو ټکو او ګټو تمرکز وکړي. دوی همدا راز د افغان سولې په برخه کې له امریکا سره د ایران د همکارۍ پر زیاتولو هم بوخت دي او غواړي ایران قانع کړي چې په افغان سوله او د امریکایي ځواکونو په وتلو کې د ایران او امریکا دواړو ګټې دي. دغه راپورونه رسمي سرچینو نه دي تایید کړي خو رویټرز وایي چې خبرې یې له باخبره سرچینو اخیستې دي. په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې خورا کړکېچنې شوې دي او دواړه لوري یو بل ته د برید ګواښونه کوي.





























