وروسته له هغه چې د تېرې جمعې په ورځ په کوټه کې په یوه جومات کې چاودنه وشوه او پکې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ورور په ګډون پنځه کسان ووژل شول افغان حکومت وایي، ترهګري چې هر چېرته او په هره بڼه وي دوی یې غندي. ملي امنیت شورا په یوې اعلامیې کې ویلي، دوی په داسې حال کې چې له تېرو اوږدو کلونو راهیسې له دا ډول پېښو کړېږي او سلګونه معصوم هیوادوال یې په کې له لاسه ورکړي، د دې برید غندنه کوي او په مسجدونو کې بریدونه غیر اسلامي او غیر شرعي بولي. خبرپاڼه کاږي، افغان حکومت ورته بریدونه د خلکو پر ضد یوه ناوړه پدیده بولي او پر ضد یې د ګډو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کوي.





























