امریکایي رسنۍ وایي د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک ته تیاره ده، خو ډېر داسې موارد دي چې د دواړو ترمنځ واضح شوي نه دي او لاینحل پاتې دي. واشنګټن پوسټ لیکي، امریکا له طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، اوربند وکړي او هوکړه د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي، خو وسله والو طالبانو په دغه هوکړه کې یاد موارد په واضح توګه نه دي ځواب کړي. دوی دا نه دي ویلي چې له افغان حکومت سره به څه وخت خبرې پيلوي او همدا راز د اوربند نېټه هم نه ده مشخصه شوې. همدا راز په هوکړه کې ویل شوي، چې په لومړي سر کې به پنځه زره او په راتلونکو اتلسو میاشتو کې به ټول امریکايي عسکر له افغانستان وځي خو بلخوا بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاتې کېدونکو ډلو په اړه وضاحت نه دی موجود. امریکايي رسنۍ وايي دغه ډول ګنګ والی او پېچلتیا د افغانستان د سولې لپاره ښې پایلې نه لري او باید په اړه يې وضاحت ورکړل شي.





























