د ایران د انرژۍ وزیر په کابل کې له افغان چارواکو سره په کتنه کې ویلي ،چې دوی به د افغانستان جنوبي ولایتونو د برېښنا په صادراتو او تنظیم کې خپله همکاري ډېره کړي. دوی همدا راز ویلي چې ایران د انرژۍ په برخه کې له افغانستان سره لا ډېرو همکاریو ته تیار دی. بل پلو ایران له برېښنا شرکت سره یوه هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې د نیمروز زرنج ښار ته ایران برېښنا صادروي. ایراني چارواکو ویلي دوی غواړي د چابهار بندر مسیر له پرمختګونو سره مل وي نو ځکه هڅه کوي ژر تر ژره د زرنج ښار ته برېښنا ورسوي. د افغانستان د ډېری لويديځو سیمو برېښنا له ایران وارېدېږي ،چې وخت ناوخت له ځینو ستونزو سره هم مخ وي.