د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې لا هم ځینې جزیات نه دي نهايي شوي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي د هوکړې د لاسلیک ورځ هم نه ده مشخصه شوې او تر دې دمه د ځينو جزیاتو پر نهایي کولو کار روان دی. دده په خبره لا هم ګڼ جزیات پاتې دي چې د دواړو لورو ترمنځ باید نهایي شي او تر نهايي کېدو وروسته به د هوکړې د لاسلیک ورځ مشخصه کړل شي. تر دې وړاندې ویل شوي وو چې په راتلونکو ورځو کې به په ناروې کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیکېږي. بل پلو افغان حکومت وایي وروسته له دې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک شي نو له افغان حکومت سره به ددغه ډلې مخامخ خبرې پيل شي. ولسمشر غني وايي چې د سولې لپاره لاس ته راوړنې ورته سره کرښه دي او په خبره یې د باعزته سولې غوښتونکی دی. طالبانو بیا تر دې دمه هم له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې دي.





























