د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس د یوې اعلامیې په خپرولو سره د تېرې شپې برید غندلی دی. د ډاکټر عبدالله عبدالله په وینا د افغانستان دښمنانو او ترهګرو ډلو ثابته کړه چې دوی له انسان وژنې پرته بل کار او فعالیت نه لري او یوازینۍ موخه یې د عامو افغانانو وژل دي. بل پلو د ملي امنیت شورا له لوري هم په خپره شوې خبرپاڼه کې د تېرې شپې برید غندل شوی دی. د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي چې دوی به ددغه برید غچ اخلي او د عاملینو په نیولو کې به یې هڅه کوي. امنیت شورا د برید د هر اړخیزې څېړنې سپارښتنه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ترهګرې ډلې به د عامو افغانانو د وژنې له لارې خپلې موخې ته و نه رسېږي.





























