د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې ۱۱ ملکي وګړي وژلي دي. د دولت اباد ولسوال محمد يوسف وايي، چې دغه پېښه نن سهار ۷ بجې د يادې ولسوالۍ په حيه تان کلي رامنځته شوې ده. نوموړي زياته کړه چې د سړک غاړې دغه چاودنه پر یوه سراچه موټر چې له دولت اباد ولسوالۍ مزارشریف ته پر لاره و، شوې او ۱۱ کسان په کې وژل شوي دي. د هغه په خبره چې په دې پېښه کې موټر بشپړ له منځه تللی دی. ولسوال وايي چې په وژل شوو کې ۵ کسان د يوې کورنۍ غړي وو. نوموړي دا هم وويل، په وژل شوو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي چې د چاودنې د ډېر تخریب له امله د ډېری مړو تشخیص نه کېږي.





























